د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ناسته؛ پر یو شمېر اقتصادي طرحو بحث وشو
کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي ناسته کې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید او یو شمېر نورو اقتصادي طرحو په اړه بحث شوی دی.
باختر آژانس ته د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ناستې ته د خصوصي سکټور له لوري په کاپیسا، هرات او کابل کې د لمریزې برېښنا د تولید او همدا رنګه په کندهار کې د لمریزې برېښنا زېرمه کولو په موخه د بټریو د نصب، د هېواد په لسو مهمو بندرونو کې د کرنیزو او خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول په موخه د لابراتوارونو د جوړولو او په هرات کې د پستې باغونو او بېلابېلو میوه لرونکو ونو د سوداګریزې قوریې جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې دي.
پر یادو موضوعاتو له تفصیلي بحث وروسته، جلاجلا کمېټو ته دندې سپارل شوې چې د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي او اقتصادي بحثونه ترسره او خپل وروستي راپورونه په ټاکل شویو نېټو د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.