د پامير او اماني ټيمونه لوبه کوي

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٥
د آريانا د دوستۍ د جام د فوټبال سيالۍ نن مازيګر په هرات کې په يوې لوبې سره دوام مومي .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې د پامير او اماني ټيمونه لوبه کوي .
د ضيا دڅرګندونو له مخې: د آريانا د دوستۍ د جام د فوټبال سيالۍ له څه مودې راپه دې خوا د دولسو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې وې چې هره ورځ دوام مومي او په پرونۍ لوبه کې دانصارى ټيم ديوې په وړاندې په يوې سره دپيام آسيا ټيم ته ماتې ورکړه او دسرخ پوشانو او استقلال ټيمونو لوبه د يوې په وړاندې په يوې سره برابره پاى ته ورسوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته