اقتصاد

د پاشان بند د جوړولو کار په سلوکې شل پرمختللى دى

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢٤
په هرات ولايت کې د يوې بنسټيزې پروژې په توګه د پاشان بند د جوړولو کار په شدت سره دوام لري.
د پاشان بند د جوړولو د مجري ساختماني شرکت مسوولين وايي چې د دغې پروژې د جوړولو کار په سلوکې شل پرمختللى دى.
د هرات والي محمد آصف رحيمي د پاشان بند د جوړولو د کار د پرمختګ دبهير د کتنې په ترڅ کې د کار د بهير د ګړندي کولو په لاره کې لازمې لارښوونې وکړې. دهرات والي وايي: تر راتلوونکو دوو کلونو پورې د پاشان بند له اوبو څخه د کار اخستلو کار پيليږي او تر دريو کلونو پورې دغه پروژه په بشپړه توګه ګټې اخستنې ته وړاندې کيږي.
په همدې حال کې د هريرود د فرعي سمندري حوزې د رياست مسوولين وايي: د دغې بنسټيزې پروژې ساختماني کار په سلوکې شل پرمختللى دى او همدا اوس په شدت سره کار دوام لري.
د مسولينو د څرګندونو له مخې: تاکل شوې ده دغه بند د ١٢٠ مليونو امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شي.
دوى وايي: د دغه بند د جوړولو بهير په وروستيو مياشتوکې د هرات ولايت دمقام په پاملرنه او لارښوونه ګړندى شوى دى.
د هرات والي هم له اړوندو مسوولينو او انجنيرانو سره دخبرو په بهيرکې ددغه بند د جوړولو د کار د بهير د ګرندي کولو غوښتنه وکړه.
د هريرود د سمندري حوزې رييس سيد حسن فاضلي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پاشان بند د جوړولو کار چې په کرخ ولسوالۍ کې دى؛ نږدې درې کاله مخکې د انرژۍ او اوبو وزارت په همکارۍ پيل شوى دى؛
دى وايي: ددغه بند د جوړولو کار په بشپړيدو سره به څه د پاسه دوه ميګا واټه بريښنا توليد شي چې په هرات ولايت کې به هم د بريښنا انرژۍ د کمښت د ستونزې په لرې کولو هم زياته اغيزه لري.
د پاشان بند په بشپړيدو سره به د هرات ښار د شمال په شنه کمربند او د انجيل او پښتون زرغون په ولسواليوکې د ٧٠ جريبه کرنيزې ځمکې د خړوبولو زمينه برابره شي.
د پاشان بند چې د هرات ښار په شل کيلومترى واټن کې د کرخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې موقعيت لري؛ په جغرافيايي لحاظ هم اهميت لري او خلکو ته ښه مناسب تفريحي ځاى وي.
د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې: دغه بند د ٧٠ زره جريبه کرنيزې ځمکې د خړوبولو ظرفيت لري. ددغه بند په بشپړيدو سره به د کرنيزو اوبو په زيرمه کيدو سره په هرات کې د کبانو د پروسس يو ستر مرکز هم جوړ شي چې د سيمې په اقتصادي وده کې به اساسي رول ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته