ټولنه

د پارکونو، ښوونځیو او کلینیکونو غصب شوې ځمکې راګرځول کیږي

کابل- باختر د کب د میاشتې ٢٥ مه:
د میدان وردګو والي وايي د ښوونځیو ، پارکونو او نورو ټولګټو ځایونو غصب شوې ځمکي به راوګرځول شي او زیاتوې، چې په دې برخه کې اړونده مسولین ځواب ویونکي دي.
حیات الله حیات پرون په مرکز میدان ښار کې د ادارې اصلاحاتود پروژې ښارګوټي وکوت.
ده د ښارګوټي د بیلا بیلو سیمو دکتنې پر وخت ټینګار وکړ، چې له پلان سره سم به په دې ښارګوټي کې اصلاحات راوستل شي.
د میدان وردګو والي وویل، چې په ښارګوټو کې د ټولګټو ځایونو ویشل شویو ځمکو برخه کې اړونده مسولین ځواب ویونکي دي او زیاته یې کړه، چې د ښوونځیو ، کلینکونو او پارکونو ځمکي به راګرځول شي.
حیات سره د ښارجوړونې او ښاروالۍ مسولینو هم ملتیا کوله او له ښارګوټي څخه لیدنې پر وخت یې وویل، چې له پلان سره سم به د دغې سیمې اوسیدونکو ته سړکونه جوړ او نور اړوند خدمات به هم ورته برابر کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته