خبرونهاقتصادټولنه

د پارون ښاروالۍ عواید ۴ سلنه لوړ شوي دي 

کابل، د غوایي ۲۶مه، باختر

د پارون ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د یاد ریاست په عوایدو کې د وړم کال په پرتله د ۴ سلنې زیات والي خبر ورکړی دی.

د پارون ښاروال سید احمد خان ارهابي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې وړم ۱۴۰۱ کال کې یې ۴ میلیونه ۴۷ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي.

ارهابي زیاته کړې چې په ۱۴۰۲ کال کې ۴ میلیونه ۷۳۹ زره ۵۷۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې د وړم کال په پرتله  ۴ سلنه زیات والي ښه یي.

هغه ویلي چې په ادارو کې د فساد مخنيوی، د عوايدو په راټولولو کې شفافيت، د ښاریانو او هټۍ والو همکاري د دې سبب شوی، چې عواید لوړ او خدمات ګړندي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته