د ټکزاس ايالت د کيمياوي سري په يوه فابريکه کې چاودنه

واشنګټندى دان   باخترد وري  دمياشتې  ٢٩ :
د ټکزاس ايالت د کيمياوي سري د توليد په يوه ستره کارخانه کې د اورلګيدنې له ا مله سخته چاودنه شوې ده.
يوه سخته چاودنه تېره شپه د امريکا د تکزاس ايالت د واکوپه ښارکې د کيمياوي سري په يوه فابريکه کې وشوه چې له امله يې څه دپاسه اويا تنه ووژل شول او يو سلو پنځوس تنه نور ټپيان شول او د چاودنې علت تر اوسه پورې نه دى روښانه شوى .
ددغې چاودنې سختوالى دومره سخته وه چې د چاودنې د سيمې تر اويا کيلومترى واټن پورې اوريدل شوى او په څو نورو ودانيوکې هم د اورلګيدنې سبب شوې دي او د چاودنې سيمې ته څېرمه ښوونځيو او وړکتونونو او د بوډاګانو د ساتنې يوه ودانۍ هم زيا نمنه شوې ده .
د تکزاس ايالت د عامه مصوونيت د ادارې يو مامور د رويټرز خبري آژانس ته وويل چې چاودنه دو مره سخته وه چې د لسګونو تنو په ټپي کيدو برسيره، څېرمه ودانيو ته هم زيان اړولى دى او څو ښوونځي او د استوګنې کورونه هم سځيدلي دي او له دغې پيښې وروسته شاو خوا ودانۍ تشې شوې دي.
د روغتون ډا کترا نو د دغې پيښې د يو شمير ټپيانو روغتيايي حالت خرا ب بللى دى.
د پيښې له سيمې څخه هوايي عکسونه ښيي چې ددغې کارخانې تاسيسات اوشاوخوا ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړې شوې دي.
دغه چاودنه دوه ورځې وروسته له هغه کيږي چې د امريکا د بستون په ايالت کې ځغاستې د لوبې په بهيرکې چاودنه وشوه چې له ا مله يې درې تنه ووژل شول او څه دپاسه سل تنه نورټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته