خبرونهاقتصادTOPټولنه

د ټولګټو وزارت په مرکزي لابراتوارونو کې د ساختماني موادو ټست ۵۰ ډولو ته لوړ شوی دی

کابل، د سلواغې ۲۵مه، باختر

ټولګټو وزارت وايي چې د افغانستان اسلامي امارت په واکمنېدو سره، د دغه وزارت په مرکزي لابراتوارونو کې د ساختماني موادو ټست له څلورو څخه ۵۰ ډولو ته لوړ شوی دی.

باختر آژانس ته د ټولګټو وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د لابراتوارونو ریاست د نويو ګومارل شويو کارکوونکو د ظرفيت لوړولو ورکشاپ په پای غونډه کې ویلي چې یاد وزارت د ساختماني موادو د لا تقویت او کاري کیفیت د لا ښه والي په موخه په مرکز او د هرات، کندز، بلخ، کندهار او ننګرهار په زونونو کې د ساختماني موادو د ټسټ لابراتوارونه فعال کړي او د پکتیا لابراتوار به هم په راتلونکي کال کې فعال شي.

هغه د یاد وزارت کارکوونکو او انجنیرانو ته سپارښتنه کړې چې خپل کارونه په پوره صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کړي  چې د ټولګټو وزارت پروژې په ښه کیفیت سره ترسره شي.

په ياد ورکشاپ کې، ګډونوالو ته د شاوخوا ۵۰ ډوله ساختماني موادو، ۱۲ډوله د خاورې او جيو تکنيکل، ۱۳ ډوله د سمنټو او کانکرېټ او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته