کابل، د زمري ۲۲مه، باختر
د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو تشرېح پروګرام په دوام، د ټولګټو وزارت مسئولینو نن د دغه وزارت د تېر یوه کال مهم فعالیتونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې، د ټولګټو وزارت تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح وویل چې دغه وزارت په بېلابېلو برخو کې د هېواد د لویو لارو او سړکونو د اساسي ترمیم او بیارغونې کار پیل کړی چې په ۱۴۰۲ مالي کال کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره سړکونو د بیارغونې لویې پروژې قرارداد شوې دي.
فاتح زیاته کړه چې ټولګټو وزارت تېر کال د څه باندې ۶۰۴ کیلومتره سړک ابتدایي سروې، د ۳۲۱.۶۵ کیلومتره سړک توپوګرافي سروې، د ۹۷۷.۴ کیلومتره سړک مشاهداتي سروې او د ۲۷ پلونو تخنیکي سروې ترسره کړې او دغه راز د ۲۷۹.۴۸ کیلومتره سړک ډیزاین، ۱۶۰ متره پلونه او څلورو نورو پلونو ترمیماتي ډیزاین بشپړ کړی دی.
د فاتح د معلوماتو له مخې؛ د کابل – کندهار لویه لاره چې تېر کال د اساسي بیارغونې په موخه په اوو برخو وېشل شوې وه؛ سږکال د لا چټک کاري بهیر په موخه په ۱۳ برخو وېشل شوې چې دا مهال یې کاري بهیر په چټکۍ سره جریان لري. پر دې لویه لاره د څه باندې ۱۷۰۰ پُلګوټو او ۴۸ لویو پلونو د ترمیم او بیارغونې کار هم شامل دی.
تخنیکي معین څرګنده کړه چې ټولګټو وزارت په تېر مالي کال کې د ساتنې او څارنې اړوند ۱۰۹ پروژو چارې پیل کړې چې د ۸۵ پروژو کار بشپړ شوی او د پاتې ۲۴ پروژو کار جریان لري چې د شاوخوا ۱۷۰۰ کیلومتره اسفالټي سړک د ترمیم او داغګیرۍ کار یې بشپړ شوی دی.
دغه راز د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس، د دغه وزارت مهمې لاسته راوړنې شریکې کړې او ویې ویل چې دغه وزارت په تېر یوه کال کې د څارنې او ساتنې اړوند ۴۶۸ پروژو چارې بشپړې کړې چې د دغو پروژو د تطبیق په بهیر کې څه باندې ۱۵ زره کسانو ته په مستقیم او لسګونه زره نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې وه.
حقشناس زیاته کړه چې په ۱۴۰۲ مالي کال کې د اوسپنيزې کرښې له څلورو بندرونو (حيرتان، آقينې، تورغونډۍ او خواف – هرات له لارې شاوخوا ۱.۴ ميليونه مټريک ټنه انتقالات ترسره شوي دي؛ په داسې حال کې چې په ۱۴۰۱ مالي کال کې د یادو کرښو له لارې شاوخوا ۶.۴ ميليونه مټريک ټنه انتقالات ترسره شوي وو.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د ټولګټو وزارت پلان لري چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس؛ د لویو لارو په اوږدو کې ۷۵ مساجد ورغوي چې هر مسجد به په درې جریبه ځمکه کې ورغول شي او په یوه وخت کې به د ۳۰۰ نارینه او ښځینه لمونځ کوونکو وړتیا ولري.
هېره دې نه وي چې د ټول پلازا په بدل کې د کابل – جلال آباد دویم لین سړک رغونه؛ د کان په بدل کې له خصوصي سکتور سره د هرات – چشت شریف د دویم لاټ د ۳۰ کیلومتره سړک قرارداد؛ د کان په بدل کې له خصوصي سکتور سره د افغانستان حلقوي سړک ( قیصار-لامان) د درېیم، څلورم او پنځم لاټ د ۱۵۱ کیلومتره سړک قرارداد؛ د ټول پلازار په بدل کې د کابل – غزني د دویم لین سړک رغول او د ځینو لویو لارو د تفصیلي ډیزاین بشپړول، د ټولګټو وزارت د روان (۱۴۰۳) مالي کال مهم پلانونه دي.