خبرونهاقتصادټولنهTOP

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت او خصوصي شرکتونو ترمنځ، د څه د پاسه دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د درېیو مهمو پروژو تړونونه لاسليک شول

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله آخندزاده، د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند په حضور کې، نن د درېیو خصوصي شرکتونو له مسئولینو سره د څه د پاسه دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د درېیو مهمو پروژو تړونونه لاسليک کړل.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډې ته وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره، تر هر بل وخت ښه د افغانستان د ستراتیژیک موقعیت د را ژوندي کولو لپاره د حمل او نقل د یوه اغېزمن سیستم د رامنځته کېدو زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هڅه کوي د یو منظم، اغېزناک او ځواب ویونکي ټرانسپورټي سیستم په رامنځته کولو سره په اقتصادي، سوداګرۍ او ټولنیزو برخو کې هېوادوالو ته غوره خدمات وړاندې کړي.

ملا حمیدالله آخندزاده، دغه راز د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د ننني درېیو لویو معیاري ملي ټرانسپورتي ساختماني پروژو د قراردادونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د یادو پروژو له جملې څخه یوه یې د هرات د ګذرې ولسوالۍ د مسافر وړونکو ترمینل رغول دي چې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو پانګونې سره یې چارې ترسره کېږي او د ګټې اخیستنې موده یې ۳۰ کاله ده.

آخند زاده زیاته کړه چې دویمه پروژه د فاریاب د آقینې بندر د تیر پارک رغول دي چې په ۲۰ جریبه ځمکه کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره په دوو کلونو کې جوړېږي او د ګټې اخیستنې موده یې ۲۰ کاله ده.

د هغه په وینا، درېیمه پروژه د کابل نړیوال هوايي ډګر د نوې انتظارخونې او پارکینګ جوړول دي چې شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکه کې د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په پانګونې سره په ۱۸ میاشتو کې جوړېږي او د ګټې اخیستنې موده یې ۳۰ کاله ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په روان مالي کال کې، په بېلابېلو برخو کې د ۴۶ پروژو چارې پيل کړې چې ساختماني چارې یې ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي او همدا رنګه په پام کې لري چې په راتلونکي مالي کال کې هم ۶۰ بنسټیزې پروژې تطبیق کړي.

هېره دې نه وي چې د یادو درېیو پروژو د پلي کولو په بهیر کې، سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابرېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته