کابل باختر د وږي د مياشتې ٢٢ مه
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د خپل ۸ میاشتنې راپور خپرولو تر څنګ غواړي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا د رایې ورکونې مرکزونو د ارزیابی د بهیر په اړه، د شکایتونو او اعتراضونو د رسیدګی د چمتووالي معلومات د همدې خبري ناستې له لارې د افغانستان له خلکو سره شریک کړي.
ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د اداري پلاوي له ټاکل کیدو او پيژندګلوي وروسته لومړنی ګام، د اصلاحاتو جامع پلان او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو احتمالي ترسره کیدو ته په پام سره، د ۱۳۹۶ مالی کال پلان طرح کړ. د شکایتونو کمیسیون د نوموړي پلان مجموعي فعالیتونو په پلي کیدو سره، وکولای شول چې د اصلاحاتو پړاو په بریالیتوب سره پای ته ورسوي چې له مخې به يي د ټاکنیزو شکایتونو او اعتراضونو د رسیده ګی د باور وړ سیستم درلودونکی شي.
د یاد پلان خورا مهمې لاسته راوړنې چې په پلان کې شاملي او پلي شويدي، د پلان ۹۳ سلنه فعالیتونه جوړوي چې د پلان په لومړی برنامه کې ۷ فعالیتونه په لوژستیکي، امنیتي او اداري، د مدنې ټولنې بنسټونو سره د همغږی د اوو تفاهم لیکنونو لاسلیک، د لوایحو او طرزالعمولونو په شمول د ۱۰ حقوقي او اداري سندونو طرح او تصویب، د شکایتونو او اعتراضونو د رسیده ګی په موخه د ۱۱ حقوقی سندونو تسوید او تدقیق، د ټاکنو نوي قانون په مطابقت د شکایتونو کمیسیون د نوی تشکیل برابرول او تصویب، د ټاکنو په اړه له اړونده او ذی نفع خواوو سره د اعتماد سازی لپاره ناستې او مشورې، په ورستیو مقرریو کې له ۶سلنې څخه ۱۵سلنې ته د ښځو سلنې لوړول ، دیو بشپړ شفافه بهیر څخه وروسته جمهوري ریاست ته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دارلانشاء ریاست د ۳ تنه نوماندان معرفی کول، د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د ولایتي کارکوونکو د دریم او څلورم ۱۰۲ بستو استخدام لپاره چمتوالی، چې همدا مهال داوطلبانو ته د فورمو توزیع لړی دوام لري، په کارونو کې د چټکوالی په موخه په مرکز او ولایتونو کې د کمیشنرانو تر منځ د کارونو تقسیمول، دي.
هغه کلیدي ننګونې چې د پلان پلي کول يي قسما تر اغیزي لاندې راوستي، عبارت دي له: د ولسي جرګي او ولسوالیو شورا ګانو د ټاکنو د ترسره کیدو د وخت په ټاکلو کې ځنډوالی، د بودجې کمښت، بشري منابع، لازم کاری وسایل، په مالي چارو او د بشري منابعو په استخدام کې د خپلواکی نه شتون، د اړونده داخلي بنسټونو ترمنځ د همغږی ضعف او له ټولو مهمه د حکومت له خوا د کمیسیون د دارلانشاء رئیس نه ټاکل، دي. یادو ټولو ننګونو ته په پام سره، شاوخوا ۴۴.۷ سلنه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون کاري پلان په تیرو ۸ میاشتو کې ( دا په داسې حال کی ده چې د کمیسیون د رهبري پلاوي قناعت نه ده ترلاسه شوی) پلی شوی دی.
د خپاره شوي راپور په ضمیمه کې د پورته ننګونو د حل په موخه د کمیسیون وړاندیزونوجدول نشر شوی دی. ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له حکومت، نړیوالي ټولنې او له ټولو اړونده خواوو څخه هیله کوي، تر څو په راپور کې یاد شوو ننګونو په اړه پرته له لاس وهنې د شکایتو کمیسیون سره جدي همکاري وکړي. د شکایتونوکمیسیون د دارالانشاء رئیس ګمارل چې شاوخوا ۴ میاشتنې مخکې د ۳ کسانو وړاندیز جمهوري ریاست ته لیګل شوي، کولی شي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د اداري برخو ډيری ننګونو ته، د پای ټکی کیږدي.
د رایي ورکونې مرکزونو ارزونه:
لکه څرنګه چې تاسو ته ښکاره ده، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په هیواد کې د رایي ورکونې د مرکزونو ارزونې بهیر د ۹۶ سلنې بشپړیدو خبر، ورکوي. د یادې ارزیابی پر بنیاد شاوخوا د ۳۳ ولسوالیو ارزونه د نا امنیو له امله د یاد بهیر له پوښښ څخه پاتي ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون او د هیواد د وګړو د اندیښنې لامل شوی دی. د ټاکنیزو شکایتونو رهبري پلاوی یو ځل بیا په خپل تعهد د ټاکنو په بهیر کې روڼوالي او شفافیت باندې ټینګار کوي او له ټولو ذی دخله خواوو څخه، د حکومت، امنیتی ارګانونه او دټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه غواړي چې په دې اړه کوټلي او مسوولانه ګامونه اوچت کړي او د ارزیابی دا بهیر په شفافه او رښتینې توګه ترسره او پای ته ورسوي. همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي کمیسیون چمتو ده چې د رایي ورکوني مرکزونو د ارزیابی بهیر په اړه شکایتونو او اعتراضونو ته رسیده ګی وکړي نوله درنوهیوادولو څخه غواړي چې په دې اړه خپل شکایتونه، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته وسپاري.
ختم- ع