سیاست

د ټاکنیزو امادګیو د ارزیابۍ غونډه د اجرائیه رئیس په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختر د زمري  ديارلسمه
د هیواد د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د راتلونکو ټاکنو لپاره د امادګۍ غونډه د کورنیو او بهرنیو استازو او مسؤلو ادارو په ګډون د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړه شوه.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په غونډه کي د رایه ورکوونکو د رایې اچونې د مراکزو د ارزیابۍ لپاره د روزنې پر پروسه، د رایه ورکوونکو د نومونو پر ثبتولو، د اړوندوې ټکنالوژۍ پر خریداري او د پوهنې وزارت سره د نوم ليکنې او رايې اچونې د مراکزو لپاره د تفاهم لیک پر لاسلیک خبرې وشوې.
د ټاکنو د خپلواک کمېسون د دارلانشا رئیس امام محمد وریماچ غونډې ته وویل، چې کمېسون تېره اوونۍ د روزونکو لپاره د روزنې کورسونه پیل کړي او ډېر ژر به دغه لړۍ ولایاتو ته وغځوي.
ده زیاته کړه،‌چې دوی به د راتلونکي اوونۍ د دوشنبې په ورځ د نوم ليکنې او رايې اچونې مراکزو د ارزیابۍ پروسه هم پیل کړي.
هغه یادونه وکړه،‌چي د پوهني وزارت سره یې د نوم ليکنې او رايې اچونې د مراکزو په اړه د تفاهم لیک د لاسلیک مراحل هم نهايي کړي او منتظر دي، چې له هغه ادرس څخه دا پروسه چټکه شي.
په غونډه کي حاضرو او د پروسې مرستندویانو بهرنیانو وویل،‌چي دوی په مالي او تخنیکي برخو کې خپلو همکاریو ته تیار دي او د اړتیا په صورت کې همکارۍ زیاتولای شي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ننۍ غونډې ته وویل،‌چي د رايې ورکوونکو د نوم ثبتولو او تائیدۍ په برخه کې د اړوندې ټکنالوژۍ تر لاسه کولو لپاره پروسه چټکه شي او ټول فعالیت دې د ټاکنو پروسې ته متمرکز شي.
هغه زیاته کړه چي د ټاکنو پروسه د افغانستان د خلکو لپاره د اساسي ارزښت وړ موضوع ده او اړتیا ده،‌چې د ټاکنو کمېسون او اړوندې ادارې په ټول توان سره د پروسې د پرمختګ او د شفافیت د تضمین له اړخه ځانونه ډاډه کړي.
ده حکومتي مسؤلینو ته هدایت وکړ،‌چې د پوهنې په وزارت کې دې د مراکزو په اړه د تفاهم لیک د امضا پروسه چټکه کړي او هر راز خنډونه دې ډيرژرله منځه یوسي.
هغه د مخابراتو او معلوماتي‌ټکنالوژۍ او برېښنايي پېژندپاڼو د ادارې ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک پر سرعت باندې هم ټنګار کړی او اړوندو مسؤلینو ته یې وظیفه ورکړه،‌چې ډيرژر دا موضوع نهايي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته