کابل باختر/ د وږي د مياشتې٤ نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام د سیاسي ګوندونو له استازو سره په غونډه کې د ټاکنو په اړه د هغوی پر وړاندېزونو او طرحو بحث او خبرې وشوې.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، له هر اړخیزو بحثونو وروسته پرېکړه وشوه له حکومت او سیاسي ګوندونو څخه دې ګډه کمېټه جوړه شي چې د ټاکنو د ترسره کېدو ټاکلي نیټې او مهالوېش ته په پام د سیاسي ګوندونو د وړاندېزونو په اړه خپله عملي طرحه وړاندې کړي.#
پای – ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ