د ټاکنو وروستۍ ورځ؛ میلیونونه روسان هڅه کوي د نن ورځې تر پایه خپلې رایې وکاروي

نړۍ، د کب ۲۷ مه، بهرنۍ رسنۍ
روسیه کې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره نن یکشنبې د درېیمې ورځې لپاره هم رایه اچونه روانه ده او میلیونونه روسان هڅه کوي، د نن ورځې ترپایه په فزیکي توګه او یا هم د انټرنېټ له لارې پر کرښه خپله رایه وکاروي.
د وروستیو معلوماتو له مخې ویلادیمیر پوتین لا هم په دغو ټاکنو کې مخکې دی.
لیونید سلوتسکي، نیکولای خریتونوف او ولادیسلاو داوانکوف درې نور سیالان دي، چې هڅه کوي د کرېملېن ماڼۍ له لارې پر روسیې واک وچلوي او نوره نړۍ کې د مسکو اهداف مدیریت کړي.