-قندهار باختر د زمري د میاشتې ۱۸ مه
د ټاپې پروژه د هېواد جنوبي حوزه په اقتصادي دهليز بدلوي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه څرګندونې په قندهار کې د ټاپې پروژې په اړه د عامه پوهاوي او د ولسي ملاتړ په جوړه شوې غونډه کې وشوې
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو،د قندهار والي تورن جنرال زلمي وېسا وويل که چيرې دسيمې خلکو ته دکارکولو لومړيتوب ورکړ شي او دهغې سيمي مواد په پروژه کي په کارواچول شي له امنيتي پلوه به پروژه خوندي وي او په برياليتوب سره به پای ته ورسيږي.
د کانونو او پطروليم وزارت دپاليسۍ مرستيال ميراحمد جاويد سادات وويل د ټاپي پروژې دګازو نل لیکه،چې ټول ټال 1700 کېلومتره اوږدوالی لري د30 ميلياردمېتره مکعب ګازو دتېريدو ظرفيت لري،چې په افغانستان کې څه باندي 700 کيلومتره له هرات ، نيمرزو ، فراه ،هلمند او قندهارولايتونو څخه تېريږي.
هغه وويل له دغې پروژې څخه به دپنځه سلنه شراکت ترڅنګ زموږ هيواد په کال400 کې ميليونه ډالره عوايد دټرانزيټ له لاری اخلي.
د زياته کړه ،چې دغه پروژه دسيمي دهيوادونو اقتصادي ګټي سره شريکوي ،چې پرامنيت به هم مثبت اغيزولري.
د ولايتي شورا رېيس حاجي سيدجان خاکريزوال بيا وويل که دولت غواړي دغه پروژه پرته له خنډ په خپل هيواد کي بريالۍ کړي نو د سيمي خلکو ته دې دکارکولوفرصت ورکړي.
په قندهار کې له امنيتي پلوه د دغې پروژې دخونديتوب ډاډ دافغان ځواکونو په استازيتوب دقندهارولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي له لوري ورکړشو.
دويناو په وروستۍ برخه کي دټاپي پروژې دهمغږۍ د دفتر مشر محمدهارون ظريف وويل چې ټاپي پروژه د افغانستان ، ترکمنستان ، هندوستان او پاکستان شريکه پروژه ده چې چارې به يې دڅلورو کلونو په اوږدو کې پای ته ورسيږي او په مټ به يې زرګونو هيوادوالو ته په مستقيم او غير مستقم ډول د کار کولو زمينه برابره شي.
ظریف زياته کړه چې،د دغې پروژې کار اوس مهال په ترکمنستان کې په بېړه روان دي او د نهو مياشتو په موده کې به دافغانستان سرحد ته راورسږي ،چې ورسره سم به دڅه کم يوکال په ترڅ کې ترسپين بولدک ولسوالۍ پورې د افغانستان له خوا وغځول شي.
پاتې دې نه وي،چې دغونډي په پاى کي دازاد بحث له لاري دګډونوالو پوښتونو او غوښتونو ته هم جوابونه وويل شوه.پای/رووفي
1 2 دقیقې لوستل