ټولنه

د ٢٤٠ تنو لمونځ کوونکو په ظرفيت په انتاني روغتون کې جومات جوړيږي

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
د کابل ښار د انتاني روغتون په انګړکې د يوه جومات د جوړولو کار پيل شو.
دغه جومات د يوه ملي سوداګر له خوا د ٧٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي.
د انتاني روغتون رييس ډاکتر زلمي نورزي غوري نن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه  جومات په يو وخت کې د٢٤٠ تنو لمونځ کوونکو په ظرفيت جوړيږي او ترڅنګ يې د شلو تشنابونو او د اوداسه د خونو د جوړولو کار هم پکې په پام کې نيول شوى دى.
د انتانتي روغتون رييس څرګنده کړه: هغه سوداګر چې په په دې اسلامي کار يې لاس پورې کړى دى؛ وغوښتل چې د نامه يادونه يې ونشي.
ډاکتر غوري وويل: دغه سوداګر د روژې د مبارکې مياشتې په درناوى دې ته حاضر شو چې دغه جومات چې د دغه روغتون ډاکترانو او نورو کارکوونکو او هم پايوازونو ته ستره اړتيا بلل کيږي؛ د خپلو شخصي پيسو په لګښت جوړکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته