د ٢٠٥ البدر قول اردو د درېیمې پلې لوا په ورکشاپونو ڪې بېلابېل نظامي وسایط ترمیم شوي
کابل, د لېندۍ ۱۹ مه, باختر
د ٢٠٥ البدر قول اردو د درېیمې پلې ابودجانه لوا تخنیکي او مسلکي ټیمونو په هڅو ۲۷ عرادې بېلابېل نظامي وسايط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
په دغو ترمیم شويو وسایطو کې ۱۱ انټرنېشنل موټر او ۱۶ زغروال ټانګونه شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د یادې لوا د تخنیک انجينرانو له لوري لسګونه وسايط ترمیم شوي وو.