امنیت

د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال په وسله واله نښته کې شهيد شو .

کابل باختر د وري اوومه :
دهېواد په جنوب کې  د ٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانۍ مرستيال تيره شپه دکندهار ولايت دډنډ ولسوالۍ په سيمه کې  په يوه وسله وال بريد کې شهيد شو
د ٢٠٥ اتل قول اردو ويندوى ډګروال محمد محسن سلطاني  باختراژانس  ته وويل :د ٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانې په مرستيال خان اغا دډنډ ولسوالۍ د سالوخان کاريز په سيمه کې  ددوو تنو ناپيژاندو وسله والو  له خوا  بريد وشو اوله يوه ساتوونکي سره يې شهيد کړى شو .
ده زياته کړه :په دغه  بريد کې دخان اغا زوى هم ټپي شوى دى .
سلطاني وويل:  د ٢٠٥ اتل قول اردو ويندوى څرګنده کړه داپيښه هغه وخت وشوه چې دقول اردو مرستيال له دندې څخه کورته روان و او دوسله والو کسانو له کمين  سره مخامخ شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته