امنیت

د ٢٠٣ تندر قول اردو دڅلورمې لوا دګارنيزيون قوماندان په لوګر ولايت کې شهيد شو .

کابل باختر د وري نهمه :
دملي اردو  د ٢٠٣تندر قول اردو دڅلورمې لوا دګارنيزيون قوماندان تيرماښام  په لوګر کې شهيد شو .
  د ٢٠٣ تندر قول اردو دڅلورمې لوا دعامه چارو مرستيال احمد حامدکوهستاني  دباختر اژانس  خبريال ته وويل: ډګروال محمد اجان همت چې دګډو عملياتو دکنترولولو  په موخه دمحمد اغې ولسوالۍ زرغون ښار ته تللى و دعملياتو په بهير کې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او شهيد شو .
کوهستاني  زياته کړه په دې پيښه کې دملي اردو يوسرتيرى هم شهيد شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته