د ١٧ مليونو پنځه سوه زرو ډالرو په ارزښت انار بهر ته صادر شوي دي .

کابل – باختر د مرغومي شپږمه:
دقندهارولايت دسوداګرۍ دخونو چارواکي وايي چې په روان کال کې د ١٧ اعشاريه پنځه مليونو ډالرو په ارزښت انار له دغه ولايت څخه بهر ته صادر شوي دي .
دقندهار ولايت دسوداګرۍ دخونو مرستيال انجنير عبدالباقي باختر اژانس ته وويل چې په روان کال کې په قندهار کې دانارو حاصلات دتيرکال په پرتله زيات و او نږدې ديرش زره ټنه ددغه ولايت له بڼونو څخه ترلاسه شوي دي .
ده زياته کړه چې يوه زياته اندازه انار له راجستر پرته پاکستان ته ليږدول شوي دي او له دغه ځاى  څخه  ددغه هيواد په نامه بهر ته صادر شوي دي . 
ده وويل: نږدې  څلور زره شپږ سوه شپږ نوي ټنه انار دراجستر په ډول له قندهار څخه او څلور برابره نور له راجستر پرته بهر ته ليږدول شوي دي ټول وزن يې شلو زرو ټنو ته رسيږي .
دده دڅرګندونو له مخې، يوه زياته اندازه راجستر شوي انا هند ، دوبي او روسيې ته صادر شوي دي او په مجموعي ډول د ١٧ مليونو  پنځه سوه زرو ډالرو په ارزښت انار په روان کال کې له قندهار څخه ليږدول شوي دي . 
انجنير عبدالباقي وايي چې دتيرو کلونو په پرتله نورو هيوادونو ته هم دانارو په صادراتو کې زياتوالي راغلى دى .
ده وويل: په روان کال کې دقندهار امنيتي حالت ښه و چې دميوو په حاصلاتو او صادراتو يې مثبته اغيزه لرله .
ده زياته کړه چې لاتراوسه پورې هم دتازو ميوو سوداګر او دانارو بڼوال له زياتو ستونزوسره لاس او ګريوان دي .
انجنير عبدالباقي زياته کړه چې دترانسپورت او هوايي چلند او دکرنې او اوبو لګولو دوزارتونو مقاماتو له بڼوالو او دميوو له سوداګرو سره هيڅ راز مرستې نه دي کړي .
دتازه ميوو داتحاديې  مسوول محمد اکرم وويل چې دفضا له لارې دميووليږدونه زيات لګښت لري . خو دځمکې له لارې هم له زياتو ستونزو سره مخامخ کيږو او دميوو کيفيت ته هم زيان رسيږي . 
ده وويل: زيات وختونه دپاکستان په واګه بندر کې دافغاني سوداګرو په ميوو بار موټرونوته دتيريدو اجازه نه ورکول کيږي اويا هم دموټرو تيريدل ځنډول کيږي چې دغه ستونزه دميوو دکيفيت دخرابوالي  سبب کيږي .
ده زياته کړه چې دقندهار دتازه ميوو ستر مارکيټ پاکستان دى چې ددغه هيواد سوداګر دتازه ميوو له بڼوالو څخه په ټيټه بيه ميوه پيري او هغه وروسته په لوړه بيه نورو هيوادونو ته صادروي  چې زياته ګټه پاکستاني سوداګرو ته رسيږي .
  ده له اړوندو مسوولينو څخه وغوښتل چې بايد هغوى د وچواو تازه ميوو سوداګرو ته منظم پلان برابر کړي چې دفضا له لارې په آسانه توګه ميوه يې وليږدول شي او دپاکستان له احتياج څخه خلاص شي او له دې لارې به افغاني ميوه په بهرکې  او په مناسبه بيه مارکيټ پيداکړي او دبڼوالو اقتصاد به هم وده ومومي .
دقندهار ولايت دارغنداب ولسوالۍ دناګهان دسيمې اوسيدونکي حاجي احمدشاه وويل چې سږ کال  د انارو  حاصلات ښه اوبيه يې هم مناسبه وه ؛ ده زياته کړه چې سږ کال يو من انار له دوه سوه افغانيو څخه تر ٤٠٠ افغانيو پورې پلورل کيدل .
ده زياته کړه چې بې وخته اورښتونو هم دانارو حاصلاتو ته هم زيات تاوان واړاوه .
داحمد شاه دڅرګندونو له مخې،  که چيري په ولسواليوکې امنيت تامين شي او دکرکيلي په برخه کې هم اسانتياوې برابرې اوهمکاري زياته شي د دوى په اقتصاد به هم مثبته اغيزه وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته