سیاست

د ١٣٩٥ کال دحج دبهير لپاره دفرضي حج دکميټې لومړۍ غونډه جوړه شوه

کابل  باختر دکب دمياشتې  ٩  :
د ١٣٩٥ کال  دحج دبهير لپاره  دتياري په مقصد دفرضي  حج  په مقصد دفرضي حج دکميټې  لومړۍ غونډه  نن د جمهوري رياست ددويم مرستيال  او ددغې  کميټې درييس  قانونپوه سرور دانش په مشرۍ  جوړه  شوه .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د جمهوررييس مرستيال دغونډې په پيل کې دتير  کال دفرضي حج دبهير  په لنډه  څيړنه کې ، له اړوندو بنسټونو څخه دقدردانۍ  دڅرګندولو په ترڅ کې وويل : دتير کال دفرضي حج بهير په کلي توګه  ، په مطلوب ډول ترسره شوى دى . خو دحج او اوقافو وزارت او هغوټولو بنسټونو چې ددغه بهير په پرمخ بيولو کې  رول درلود ، له دغه کال څخه يو لړ تجربې ترلاسه کړي دي چې بايد  وڅيړل شي  او تر استفادې لاندې ونيول شي .
دغونډې له اجندا سره سم سعودي عربستان ته  دحاجيانو دليږدونې دموضوع په باب غور او خبرې وشوې او پريکړه وشوه  چې سرله اوسه دې  د ملي تدارکاتو  د کميسيون له لارې له هوايي شرکتونو سره دقرارداد پړاونه بشپړ شي .
دغه راز دحج او اوقافو وزارت موظف کړى شو چې په دې برخه  کې دې  دټولو اړخونو په پام کې نيولوسره  او  دکورنيو شرکتونو دارجحيت له مخې  هر اړخيز شرطپاڼه برابره او دتدارکاتو لپاره يې تيارى ونيسي .
دکابل او دمرکز زون  دکمپ موضوع  چې په تيرو وختونو کې  د عيدګاه  له جومات څخه استفاده کيده اوپه تيرکال کې دکابل په هوايي ډګرله سر خلاصي  ځاى څخه کار واخيستل شو چې يو لړ ستونزې يې رامځته  کړي ، دکميټې دخبرو وړ نورې موضوعګانې وې.
دفرضي حج کميټې ددې په پام کې نيولو سره  چې  په کابل او مرکز زون کې دحاجيانو دلنډمهالې استوګنې لپاره  په مناسبو امکاناتو او وسايلو سره  مستقل ځاى ته اړتيا ده ، دحج او اوقافو وزارت موظف کړى شو چې په همدې  موخه  دې   دخپل راتلوونکي کال په بودجه کې  دغه موضوع اټکل کړي خو دلنډمهال لپاره  او په  ١٣٩٥ کال  کې   دحاجيانو داستفادې لپاره دې دپخوا په شان دعيدګاه جومات د حاجيانو د کمپ په توګه په پام کې ونيول شي.
دغونډې په بله برخه کې   دشهيدانو  دورثه حاجيانو  دچارو دتنظيم په باره کې دحج او اوقافو وزارت دپيشنهادي طرحې په باب غور او خبرې وشوې او پريکړه وشوه چې دحج او اوقافو ، کورنيو چارو ، ملي دفاع  او دکار ،ټولنيزو چارو ، شهيدانو اودمعلولينو وزارتونه او دملي امنيت لوى رياست دې له يوبل سره په تفاهم کې  دشهيدانو  دورثه  حاجيانو د چارو دتنظيم لپاره يو مشخص طرزالعمل برابر کړي.
په ١٣٩٥ کال کې د  حاجيانو دلګښتونو دپيسو دراټولولو لپاره  دمعتبر کورني بانک دانتخاب موضوع هم  له هراړخيزې څيړنې وروسته دافغان ملي بانک په تائيد (دتيرو کلونو په شان )  ديو داسې بانک په توګه پريکړه وشوه  چې  په  ١٣٩٥ کال کې دحاجيانو دلګښتونو دپيسو راټولول په غاړه ولري.
له  اجنداسره سم  دحج په ورځو کې  دحاجيانو   داستوګنې  دودانيو داستيجاره هيئت دترکيب او انتخاب موضوع طرحه شوه .
دکميټې غونډې پريکړه وکړه چې دهيئت  انتخاب او ترکيب دې دتيرو کلونو له مخې په پام کې ونيول شي .
په دې غونډه کې دغه راز دفرضي حج دملي کميټې ددندو دلايحې مسوده طرحه شوه   او دغړو په اصلاحي وړانديزونو سره تائيد شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته