سیاست

د ١٣٩٥ هجري لمريزکال په مناسبت دهېواد دپخواني جمهور رييس حامدکرزي پيغام .

کابل باختر دوري لومړي نيټه :
دنوى هجري لمريز کال له امله  ټولو ګرانو هېوادوالو ته مبارکي وايم دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه هيله کوم چې  دغه کال دافغانستان  ستر او مسلمان  ملت ته  دسولۍ او ثبات ، پريمانى  ، اودسمسورتياکال وګرځوي . دافغانستان خلک  له زرګونو کلونو  راپديخوا دپسرلي او دلرغوني نوروز  دپيل جشن جوړوي .
لرغوني بلخ  ددغه ستر  جشن  ټاټوبې دى ، او موږ دخپلو نيکونو ددغه ښکلي ميراث او دود درناوى کوو .
ګرانو هېوادوالو !
زه په دې پوهيږم چې ددغه پسرلۍ په پيل کې هم دزياترو افغانانو په کورونوکې غم او خپګان سيورى غوړولى  دى زموږ دفاعي او امنيتي ځواکونو دسولې او ثبات دټينګښت لپاره  زموږ دهېواد  ددفاع په لاره کې  زياتې قربانۍ وزغملې .
خو تيرى او دنورو دګټو جګړه  ددې سبب شوه  چې لاتراوسه پورې هم  په افغانستان کې  سوله او امنيت  تامين نه شي . . زموږ په هېواد په تيرکال کې هم  دپاکستان له خوا  تيرى وشو  ، پاکستاني ځواکونه  په بې باکانه ډول  دافغانستان  په مقدسې خاورې  خپلو تيريو ته  دوام ورکوي .
  پاکستاني هليکوپترونه  دافغانستان په ختيځ کې  زموږ دهېواد  په هوايي حريم  تيرى کوي ، او دامريکا متحده ايالات چې  ستراتيژيکي تړون  او دامنيتي قرارداد له مخې  ددغه شان تيريو پرخلاف  دګډو تدبيرونو په نيولو  ژمن دى ، په خپلو ژمنو عمل نه کوي .  خپله دنده بولم  چې دپاکستان له خوا  دافغانستان په حريم د تيري  او د امريکا له خوا دژمنې  د نه اجرا کيدو په وړاندې  په ژوره توګه  دخپل اعتراض غږ  پورته کړم .
يوځل بيا  دطالبانو دتحريک  له مشرانو څخه  غواړم  چې دسولې بهير ته هرکلى ووايي  او زموږ په ګران هېواد کې  دسولې ثبات او ترقۍ  په راوستلو کې دخپل ملت همکار  شي .
  ګرانو هېوادوالو !
زموږ ګران هېواد    دخپل وياړلې تاريخ  په اوږدو کې  له  زياتو لوړو او ژورو څخه  تير شوى دى  . بشپړ باور لرم  چې  دلوى خداى( ج ) په مهرباني او زموږ دزړه ورو خلکو  په ټينګې ارادې سره به ددغو کړاونو دوران هم  پاى ته ورسيږي .  زموږ  ګران ځوانان بايد په خپل محبوب هېواد  او په دې ښکلي کور کې  پاتې شي او ځلانده راتلوونکى  له خپلو خويندو اوورونو سره يوځاى په خپلو  پياوړو لاسونو سره  جوړ کړي .  ددې هېواد راتلوونکى کې به روښانه او سوکاله وي . او په ډير لنډ ممکن وخت کې به په افغانستان کې پسرلۍ دسولې اوثبات او له خپلو ورونو او خويندو سره  دصميميت  په فضا کې  ونمانځو .
لوى خداى ( ج ) دې  دغه ګران هېواد دتل لپاره سرلوړى ، متحد او اباد ولري .
نوروز مو مبارک  ، لوى خداى ( ج ) دې  له تاسو سره  مل وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته