سیاست

د ١٣٩٣کال دانتخاباتو په بهير کې دامنيتي ځواکونو دچلند داصولو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دفرمان بشپړ متن لومړي ماده :

کابل باختر د تلي دولسمه :
د ١٣٩٣کال دانتخاباتو په بهير کې  دامنيتي ځواکونو دچلند داصولو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس حامدکرزي دفرمان بشپړ متن  لومړي ماده :
١-  دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونه او دملي امنيت لوى رياست مکلف دي چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دمرکزي او ولايتي دفترونو او کارکوونکو ، درايې ورکوونکود نوم ليکنې دمرکزونو ، درايې ورکولو دمرکزونو  او  د رايو دشميرنو دمرکزونو اوپه انتخاباتوکې دخلکو دفعال ګډون د ډاډمن  امنيت دتامينولو په مقصد لازم تدبيرونه ونيسي چې د جمهوري رياست او دولايتي شوراګانو انتخابات په ښه  ډول سره ترسره  شي .
  ٢_  دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونه اودملي امنيت لوى رياست مکلف دي چې دانتخاباتو له خپلواک کميسيون سره  دې  لازمې همکارۍ وکړي او د دغه کميسيون له غوښتنو سره سم دې اړونده امنيتي ځواکونه دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دمرکزي او ولايتي دفترونو او مرکزونو ، دانتخاباتو دتدارکاتي کاروانونو او دسيمو دمرکزونو دامنيت دتامينولو په مقصد توظيف کړي .
٣_  دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونه او دملي امنيت لوى رياست مکلف دي چې دانتخاباتو په بهير کې دښځو د لازيات ګډون په مقصد دې دښځو دنوم ليکنې او درايې ورکولو په مرکزونو اوسيمو کې ښځينه مسوولينې توظيفې کړي .
دويمه ماده :
امنيتي  ځواکونه دې   دانتخاباتو دامنيت په تامينولو پورې اړوندې سپارل شوې دندې  دنافذو قوانينو دحکمونو له مخې او دبيطرفۍ  داصل په رعايتولو سره اجرا کړي او د هيڅ  کانديد ، ګوندونو  او د سياسي ګوندونو له ائتلاف څخه  دې پلوي  ونه کړي .
دريمه ماده :
  امنيتي ځواکونه دې د دندو دترسره کولو په وخت کې دانتخاباتو د خپلواک کميسيون دکارکوونکو ، رايې ورکوونکو ، کتونکو کانديدانواو د  ډله ييزو رسنيو دکارکوونکو انساني کرامت او قانوني حقوق رعايت کړي چې هغوى وکولاى  شي له خپلو قانوني حقوق  څخه ګټه واخلي .
څلورمه ماده :
  امنيتي ځواکونه مکلف دي  دسپارل شوې  دندې دترسره کولو په وخت کې له هر راز  نژادي ، قومي ، جنسيتي ، سمتي ، ژبني او مذهبي  تبعيض  او تعصب څخه  ډډه  وکړي .
پنځمه ماده :
  امنيتي ځواکونه دې دانتخاباتو په چاروکې له لاسوهنې  څخه ډډه وکړي او درايې ورکوونکو دنوم ليکنې ، درايې ورکولو او د رايو دشميرنو په مرکزونوکې په  خپل سر له ننوتلوڅخه ډډه  وکړي ، داړتيا په صورت کې کولاى شي دانتخاباتودخپلواک  کميسيون دمرکزي ياولايتي مسوولينوله موافقي وروسته دغو مرکزونو ته ننوځي .
شپږمه ماده :
  امنيتي ځواکونه مکلف دي درايې ورکوونکو دنوم ليکني دمرکزونو او سيمو او درايې ورکولو او د رايې شميرلو مرکزونو ته  ددولتي ادارو دمقاماتو اوکارکوونکو دوسله والوساتونکو او د غيرمسوولو  وسله والو اشخاصو  له ننوتلو څخه  دې   په جدي توګه مخنيوى وکړي .
اوومه ماده :
  ١_ امنيتي ځواکونه مکلف دي دهغو معلوماتو او سندونو محرميت چې دانتخاباتو خپلواک کميسيون يې دوظيفوي ايجاباتو له مخې هغوى ته وړاندې کوي وساتي او يوازې دموافقه شويو هدفونو دتحقق په مقصد ورڅخه استفاده وکړي او نه شي کولاى  هغه خپوراويا دګوندونو دکانديدانو اويا دسياسي ګوندونو  اعتراف ته وړاندې کړي .
  ٢_  امنيتي ځواکونه مکلف دي د هر راز اطلاعاتو دترلاسه کولو په صورت کې چې په انتخاباتي فعاليتونوکې  اغيزه ولري هغه په لنډ ممکن وخت کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مرکزي  او يا ولايتي مسوولينو ته وړاندې کړي .

اتمه ماده :
  امنيتي ځواکونه دسپارل شويو دندو داجرا کولوپه وخت کې په زياتو هلوځلو سره له ډله ييزو قهرجنو او له تاوتريخوالي لرونکو حرکتونوڅخه چې د تشنج  ، اړو دوړ او دامن او عامه نظم د ګډوډولو او دانتخاباتو دبهير دګډوډولو سبب شي  مخنيوى  وکړي او لازم او له مخکې دې تدبيرونه  ونيسي .
نهمه ماده :
  امنيتي ځواکونه مکلف دي چې په دغو  حالاتوکې دکانديدانو ، ګوندونو  او دسياسي ګوندونو د ائتلاف دغونډو اومظاهرو  مخه ونيسي .
١_  په هغه صورت کې چې مغرضانه اوغير قانوني هدفونه ولري  .
٢_  په هغه صورت کې چې دقانون داحکامو له مخې دغونډو او مظاهرو له ترسره کولوڅخه ٢٤ساعته مخکې په ليکلي ډول دسيمې پوليسوته يي خبرنه وي ورکړى.
٣_  په هغه صورت کې چې  دغونډو اومظاهرو دترسره کولو ليکلې خبرتيا  په هغه وخت او ځاى کي وي چې پخوا دکوم ګوند اويا دسياسي ګوندونو دائتلاف  کوم بل کانديد په هماغه وخت او ځاى کې دغونډو اومظاهرو د ترسره کولو په باب خبر ورکړى وي .
٤_  په هغه صورت کې چې دغونډو اومظاهرو ترسره کول امنيت اوعامه نظم ګډوډ کړي .
٥_  په هغه صورت کې چې غونډې اومظاهرې دهغه سياسي ګوند له خوا ښودل شوي وي چې دقانون دحکمونو له مخې دسياسي ګوند په توګه نه دي ثبت شوي او يا دثبت له دفتر څخه دقانوني سرغړونې له امله حذف شوې وي اويا هغه اشخاص چې دخپلواک  ، ګوند يا دسياسي ګوندونو د دايتلاف د کانديدانو په استازيتوب  دغونډو، اومظاهرو په کولولاس پورې کړي چې د هغو نمايندګي ونه لري او دقانون دحکمونو له مخې يې باور ليک نه  وى ترلاسه کړى .
لسمه ماده :
امنيتي ځواکونه مکلف دي دانتخاباتو په ټولو پړاونوکې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له کارکوونکو ، رايې ورکوونکو ، کانديدانو ، کتوونکو ، مشاهدينو، ډله ييزو رسنيواو دانتخاباتو په بهير کې له نورو اړوندو اشخاصو په  وړاندې له ناوړه چلند او له تاوتريخوالي ډکو الفاظو له استعمالو څڅه  ډډه وکړي .
يوولسمه ماده :
  امنيتي ځواکونه  مکلف دي دانتخاباتوپه بيلابيلو پړاونوکې د بي نظمي او اړو دوړ  د رامنځته کيدو په وخت کې  دوسلې او تاوتريخوالي له کارولو پرته حالات
تر کنترول لاندې ونيسي اونظم اعاده کړي .
دولسمه ماده :
که چيرې  امنيتي ځواکونه په دغه فرمان کې له ليکل شويو اصولو څخه سرغړونه وکړي دسرغړونې دتثبيت او د اثباتيه سندونو او مدارکو دشتون په صورت کې دعدلي تعقيب  په مقصد واکمنو مراجعو ته دې معرفي شي .
ديارلسمه ماده :
دغه فرمان دتوشيح له نيټې څخه  نافذ دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته