ټولنه

د ١٣٩١ هجري لمريز کال له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا دمشرانوجرګې پيغام

کابل باختر  د کب نهه ويشتمه

  د ١٣٩١ هجري لمريز کال  له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا دمشرانوجرګې پيغام .

 دلوى خداى (ج )  له دربار څخه زياته مننه  چې  په خپل بشپړ قدرت سره يې پسرلي يو داسې فصل رامنځته کړ چې  حمکې ته نو  ى  ژوند ،ونو ته سمسورتيا او دانسان روح  په ښو کړنو وروزي
 دملي شورا دمشرانوجرګي  ددغه نيکمرغه پسرلۍ او د ١٣٩١هجري لمريزکال  له امله دافغانستان ټول ديندار ملت ، دافغانستان داسلامي جمهوريت مشرتابه او دهيواد ددري ګونو قواو دمشرتابه هئيتونو ته د زړه له کومي  مبارکي وايي اوهيله لري چې نوي کال له فيض او برکاتو څخه ډک ، دسولې او امنيت ، دترقي او پرمختګ او دافغانستان ټول ملت او دبشريت عالم ته دنيکمرغي  اوسوکالي کال وي .

   ١٣٩١ کال  لکه څنګه چې له پسرلۍ  څه يي څرګنديږي زموږ  په هيواد کې دژوند بخښوونکو اوبو ، له زيرمو او سرچېنوڅخه ډک کال دي ګران هيوادوال بايد له دغه الهي نعمت څخه دخپلې کرکېلي او بڼوالي او دژوندانه دچاپيريال  د سمسورتيا  په سمون کې زيات کار  واخلي او دنيالګيو ايښودل دي د (  يو نيالګي  دځان لپاره او يونيالګي دافغانستان لپاره ) تر شعار لاندې  په يو سراسري غورځنګ بدل کړي  اوله دغه الهي  سوغات څخه  په استفادي  سره دي  دهيواد دسمسورتيا او دژوندانه دچاپيريال  ساتنې په لاره کې ګټور  ګامونه واخلي .

 دملي شورا دمشرانوجرګه له ټولو ګرانو هيوادوالو او کورنيو څخه غوښتنه کوي چې خپل زامن او لوڼي دې ته وهڅوي چې په خوځښت  او نوښت  اوپه ټينګ عزم سره دعلم او پوهې دزده کړي  لپاره دهمت ملاوتړي او له شنه اوله هيلو ډک پسرلۍ سره جوخت  زموږ دهيواد دبيا جوړولو په لاره کې هدفمند  ګامونه واخلي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته