ښوونه او روزنه

د ١٣٩٠کال دکانکورازموينو نتيجې اعلام شوي

کابل باختردوري دمياشتې ٤ نيټه  :

د ١٣٩٠کال دکانکورازموينو نتيجې پرون ماښام دلوړوزده کړو وزارت دکانکور دازموينو درياست له خوادلوړو زده کړو دوزير او ددغه وزارت دمعينانو، په ملي شورا کې  دخلکو ديوشمير استازو اوخبريالانو په وړاندې  اعلام شوي

دباختراژانس خبرله مخې  دنتيجوله اعلام څخه مخکې   دنمري ورکولو  او دلوړو زده کړو دموسسو پوهنځيو ته  دويشلو پړاو دکمپيوتري ماشين له خوا دژورناليستانو،  په ملي شورا کې دخلکو داستازو او دلوړو زده کړو وزارت دمشرتابه هيئت په حضورکې ترسره شو  چې په نتيجه کې يې دکانکور په ازموينه کې د  ١٤٧٠٨٤ تنو برخه والو له جملې څخه  ٣٩٨٥٠ تنه يي دلوړو زده کړو په موسسو کې شامل شول.

دلوړو زده کړو وزير ډاکتر عبيدالله عبيد دکانکور دنتيجو  داعلام په پاى کې په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل  چې درسنيو استازو  اودملي شورا غړو  له نږدي څخه وليدل چې دغه بهير په بشپړشفافيت ، صداقت  او عدالت سره ترسره شو او هيڅ راز غلطي پکې  ونه ليدل شوه.

ده وويل ، دلوړو زده کړو موسسو ته دڅه ناڅه  څلويښتوزرو تنو په جذب برسيره ټاکل شوې ده دوري دمياشتې ترپنځلسمي نيټې پوري شپيته زره تنه نوردمعيار له مخې  په نيمه عالي موسسو کې حذب شي .

پوهاند عبيد وويل چې په دې ډول  په روان کال کې په هيواد کې دلوړو زده کړو او نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې دجذب شمير په سلو کې څلور اويا و او دا يو ښه برياليتوب شميرل کېږي  ده ددغه برياليتوب له امله  دهيواد جمهوررييس ، دکابينې غړو ، دملي شورا غړو اودافغانستان ټول ملت ته مبارکي وويله .

پوهاندعبيد دغه راز دپوهنتونونو له رييسانو ، استادانو ، امنيتي ارګانونو او دازموينې دکميټي دغړو څخه چې دژمې په سړو ورځو کې دهرراز ستونزو په ګاللوسره د کانکوربهير په برياليتوب سره ترسره کړ قدرداني وکړه.

په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې دلوړو زده کړو وزير څرگنده کړه  . چې برسيره پردې  ټاکل شوې ده  اته زره تنه نور دشپې پوهنځيو  اويوشمير نورهم دلوړو زده کړو په خصوصي موسسو کې جذب شي  چې  دجذب شويو شميربه په سلو کې څلور اتيا ته ورسيږي .

دلوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيدالله عبيد  په راتلوونکې کال کې  دروان کال دشمير د دوه برابرو په اندازه  دجذب دزياتوالې په لاره کې ددغه وزارت  دپروګرام خبرهم ورکړ اوپه دې برخه کې يې داړوندو دولتي مقاماتو دهمکاري غوښتنه وکړه.

ډاکتر عبيد دهغو کسانو په باب چې په ازموينه کې يې لوړي نمري اخيستي او دخپلې خوښي پوهنځي ته دبدلون غوښتنه کوي  څرگنده کړه چې دوي کولاي شي  دوري دمياشتې له پنځلسمي نيټي  وروسته يعني  د نيمه لوړوموسسو دنتيجو له اعلام وروسته دي مراجعه وکړي  چې ددوي عريضي دموظف کميسيون له خوا دروان کال دثور دمياشتي ترپنځلسمي نيټي پوري  وڅيړل شي . اوله هغه وروسته به هيڅ يوه عريضه ونه منل شي .

دلوړو زده کړو وزير دکانکوردهغو برخه والو په باب چې ټيټي نمري يې ترلاسه کړي دي اونه دى بريالي شوي    وويل هغوي بايد په روان کال کې زياتي هلې ځلې وکړي او دکانکور په راتلوونکې  ازموينه کې   دلوړو نمرو په ترلاسه کولو سره  خپلو زده کړو ته دوام ورکړي .

ديادونې وړ ده  چې د ١٣٩٠ کال دکانکور دازموينې لوړه نمره  دبلخ ولايت دسلطان غياث الدين  دليسې فارغ سردارمحمد دمحمدرضا رضايي زوى  چې  ٣٢٢ نمري دي ترلاسه کړي دي او دکابل په معالجوي طب کې بريالي شوي دي .

دغه راز په ترتيب سره  قربان دمحمداصغر زوى ٣٢٠ نمري ، عبدالحميد دموسى زوي ٧ر٣١٨ نمري  ، محبوبه بنت محمدانور  ٣١٨ نمري  اومهدي دمحمديعقوب زوي  ٣١٨ نمري ترلاسه کړي دي .

دلوړو زده کړو وزير وويل چې ددغو کسانو دهڅونې په مقصد دوى دزده کړي ددوام په خاطر له  هيواد څخه بهر بورسونوته معرفي کېږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته