امنیت

د يو کور د نړيدوله امله دوه تنکي ځوانان ووژل شول

کابل باختر دورې دمياشتې  ٤ :
د پروان ولايت په مربوطاتوکې تېره شپه د يو کور د نړيدو له امله  د يوې کورنۍ  دوه تنه غړي ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
د پروان د والي ويندوى وحيد صديقي دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه  د سالنګ ولسوالۍ د ده غوچک په کلي کې د پرله پسې اورښتونو له امله رامنځته شوې ده اوله امله يې ديوې کورنۍ دوه تنه ماشومان چې يو يې لس کلن او بل يې پنځلس کلن دي؛ وژل شوي او د دغې کورنۍ يوه نجلۍ، پلار او مور ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه چې د پيښې ټپيان د پروان ولايتي روغتون ته ليږدول شوي او د دوو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
ديو بل خبرله مخې: دپروان ولايت  دجبل السراج په ولسوالۍ کې دسيلاوونو د راوتلو له امله  دجبل السراج ولسوالۍ له مرکز سره د دريو کليو  مواصلاتي لارې تړلې شوې دې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته