د يو ځوان قاتلين په غزني کې ونيول شول

کابل /دغبرګولې ١١مه /باختر
د غزني پوليسو درې تنه په دغه ولايت کې د يو ځوان د وژلو په تور ونيول.
نيول شويو کسانو څه موده مخکې د لومړى امنيتي حوزې د پهلول صاحب په کلي کې دغه ځوان په بېرحمانه ډول وژلى اومړه يې سوځولې و.
دغزني د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم باختراژانس ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره د مبارزې منسوبينو دغه کسان د عملياتوپه بهيرکې د غزني ښار له مربوطاتو څخه ونيول.
نيول شويوکسانو د لومړنيو تحقيقاتوپه بهيرکې په خپل جرم اعتراف کړى دى.
ختم – ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته