د يوې کورنۍ پنځه تنه غړي ټپيان شول .

کابل باختر د وري اتلسمه :
د يوې کورنۍ پنځه تنه غړي پرون  دکندز ولايت  په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو  د هاوان د ماين د لګيدو له امله  ټپيان شول .
  دکندز د والي وياند  نعمت الله تيموري باختراژانس ته وويل  چې دغه پيښه  دکندز ولايت  د دشت ارچي ولسوالۍ  په  ګل ټپه  ساحه کې  رامنځته شوه چې له امله يې  ديوې کورنۍ  پنځه تنه غړي ټپيان شول .
  تيموري زياته کړه  ټپيان  چې دوه ښځې هم پکې شاملې دي  د درملنې لپاره  ولايتي روغتون ته  لېږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته