د يوې کورنۍ يوولس تنه غړي مسموم شول

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢٨ :
دتالقانو ښار دقطغايان د نواباد دکلي ديوې کورنۍ يوولس غړي نن دخپل کور دڅاه د اوبو په  څښلو  سره  مسموم شول .
په مسموم شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
دتخار د ولايتي روغتون نوکريوال ډاکتر حبيب باخترآژانس ته وويل چې د يوې کورنۍ يوولس تنه غړي د څاه د اوبو په څښلو سره مسموم شول او دهغوى روغتيايي کتنو له مخې چې ترسره شول؛ د هغوى په وينه کې هم دمسموميت نښې ليدل شوې دي.
دډاکتر حبيب دڅرگندونوله مخې: په هغو کتنو کې چې ترسره شول؛ دڅاه د اوبو رنګ هم بدلون کړى او د ناروغانو روغتيايي حالت ښه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته