امنیت

د يوې کورنۍ د پنځو تنو د وژلو عاملين وينول شول.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١١
دفارياب پوليسو پرون څلور تنه د يوې کورنۍ د پنځو تنو غړو د وژلو په تور ونيول.
دفارياب د والي ويندوى جاويد بيدار باختر آژانس ته وويل: د يو نارينه، دريو ښځو او يو ماشوم په ګډون د يوې کورنۍ پنځه تنه غړي څه موده مخکې د خواجه سبز پوش په ولسوالۍ کې په ډزوسره ووژل شول و او يو بل غړى يې ټپي شوى و.
بيدار زياته کړه: پوليسو ددغې کورنۍ زوم او د زوم د کورنۍ درې تنه غړي چې ددغو پنځو تنو په وژلو کې لاس درلود؛ نيولي دي.
دفارياب پوليس وايي چې دغه قتلونه دکورنۍ تاوتريخوالي له امله رامنځته شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته