امنیت

د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل باختر دوږي  شپږمه :
په هرات ولايت کې نن د يوې چاودنې مخه ونيول شوه.
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي دباختر آژانس خبريال ته وويل: د هرات ښار د څلورمې حوزې امنيتي پوستې ته څېرمه يو بکس چې بمونه پکې ځاى پرځاى کړى شوي و؛ د پوليسو له خوا کشف او وچول شو .
پوليسو وسله وال طالبان د دغو بمونو د ځاى پرځاى کولو مسوول وباله او ويې ويل چې د دغو بمونو د ځاى پرحاى کولو د عامل د پيژندني  او نيولو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي.
په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته