امنیت

د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٤ :
د بلخ ولايت پوليسونن  په مزار شريف ښارکې ديوې چاودنې مخه ونيوله .
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شيرجان دراني د باختر آژانس خبريال ته وويل: يو مقناطيسي ماين چې په يو کرولا موټرکې ځاى پرځاى شوى و او موټر  د جمهوريت دروازې په برخه کې د پارسامارکيټ په وړاندې درول شوى و، له چاودنې مخکې د امنيتي ځواکونوله خوا کشف او شنډکړاى شو.
دراني  زياته کړه چې د دغه ماين په کشف او شنډولو سره د يوې تروريستي پيښې مخه ونيول شوه .            

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته