د يوې پيښې مخه ونيول شوه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
امنيتي ځواکونو په جلال آباد ښار پورې په يوه اړونده سيمه کې د تروريستي پيښې مخه ونيوله.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول سمونوال حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل :
وسله والو طالبانو د ورانکارو عملونو د ترسره کولو په مقصد د جلال آباد ښار په مربوطاتوکې د سراچه پله په ساحه کې يو ماين ځاى پرځاى کړى و چې هدف ته له رسيدو مخکې د پوليسو د ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شو.
ديوبل خبرله مخې: په ننګرهار ولايت کې د تورو ښيښو لرونکې ٣١ واسطې له تورو فلمونوڅخه د امنيتي ځواکونو له خوا پاکې شوې .
د ننګرهار ولايت يوه امنيتي خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه پروګرام د ورانکارو عملونو د مخنيوي مقصد په جلال آباد ښارکې ترسره شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته