ټولنه

د يوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ووژل شول

کابل باختر د کب  اوومه :
په بغلان ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ووژل شول .
د بغلان ولايت د ترافيکو مدير دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه ترافيکي پيښه پرون مازيګر د بغلان _ کندز د لوى لارې په تګلوري کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جرخشک په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو فلانکوچ موټر له يوه ٣٠٥مسافر وړونکي موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې څلور تنه ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول .
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: وژل شوي کسان د فلانکوچ موټر سپرلۍ دي. 
د مرکزي بغلان د ولسوالۍ د روغتون د جراحۍ د سرويس مسوول ډاکترخليل نرمګوى د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته