ټولنه

د يوې ترافيکي پيښې له امله يوتن ووژل شو او شپږ تنه نور ټپيان شول

کابل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
په پروان ولايت کې پرون د يوې ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او شپږ تنه نور ټپيان شول.
د پروان ولايت دترافيکو لوى مدير محراب الدين باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ د تاجکانو په ساحه کې  هغه وخت وشوه چې يو ٣٠٣ ډول مسافرونکى موټر له يو تونس موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې يوتن  ووژل شو او دوو تنو ښځو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان شول.
خبرځاى وويل: د پيښې ټپيان روغتون ته وليږدول شول.
د روغتيايي مسوولينو دڅرګندونو له مخې: د دوو تنو  ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته