امنیت

د يوه ځوان مړى ترلاسه شو

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
ديوه دوه ويشت کلن ځوان مړى نن دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو ښارکې ترلاسه شو .
دسمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دمديريت سرپرست څارمل عين الدين باخترآژانس ته وويل: دغه دوه ويشت کلن ځوان قيام الدين دسمنګانو ولايت دمرکز ايبکو ښارد ژوندون درې دکلي اوسيدونکى دى چې دوه ورځې مخکې بې درکه شوى و.
دده دڅرګندونو له مخې: ددغه ځوان مړى ددغه کلى په درزک سيمه کې چې د نامعلومو کسانو له خوا په مرموز ډول وژل شوى و؛ ترلاسه شو.
ده وويل: دپيښې انګيزه دشخصي اختلافونو زيږنده ده او دوى دپيښې په اړوند د سيمې يو تن اوسيدونکى امان الله نيولى دى اوله ده څخه تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته