کابل باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه :
د بغلان ولايت دکليو د بيا جوړولو اوپراختيا رياست دکليوالي لارو د جوړولو له خوا د موټر دتګ راتګ يو پل پرون په خوست ولسوالۍ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست وياند محراب الدين ابراهيمي وويل ؛ د دغه پله په جوړيدوسره د٤١٢٠ کورنيو سيمه ييزې ستونزې لرې شوي دي.
ابراهيمي وويل ؛ دغه پل د٣٠ مترو په اوږدوالي د بغلان ولايت د خوست ولسوالۍ د سيند د پاسه د کليود بيا جوړولو اوپراختيا رياست له بودجې څخه دڅه ناڅه ١٧ ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى. ده زياته کړه مخکې له دې د دغې سيمې اوسيدونکي له زياتو ستونزو په تېره بيا د اوبو د څپانده کېدو په وخت کې له زياتو ستونزوسره مخامخ وو چې آن د ښوونځي زده کوونکو نه شو کولاى ښوونځيو ته لاړ شي.پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل