امنیت

د يوه مرستندوى په ګډون څوارلس تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ١ :
په  دريو ولايتونوکې د طالبانو د تروريستي بريدونو مرستندوى په  غزني ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو .
په ملاقدير چې دغزني ولايت په ناوې ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې د تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و؛ د افغان امنيتي ځواکونوله خوا بريد وشو او ووژل شو.
دغزني ولايت مرستيال محمدعلي احمدي دباخترآ ژانس خبريالته وويل: ملاقدير له ديارلسو تنو افرادو سره يې چې درې تنه يې پاکستانيان دي؛ د امنيتي ځواکونو په عملياتوکې ووژل شو.
خبرځاى  زياته کړه: ملاقدير د غزني، زابل او  ارزګان په ولايتونوکې د وسله والو طالبانو د اکمالاتومسوول و.
دغزني ولايت د مرستيال دڅرګندونوله مخې: د جګړه مارانو دوه ميله پيکا، يو آر  پي  جي_  ٧   توغندى، څلورکلاشينکوفونه، څلور مخابرې او يوه تومانچه له يوې اندازې چاوديدونکو توکوسره د امنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
د يادونې وړ ده چې په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته