امنیت

د يوماين په چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول

کابل باختردثوردمياشتې ٢١ :
دوه تنه ملکي وګړي نن په غزني ولايت کې په سړک کې د ښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.
د غزني ولايت د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال د باخترخبري آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د اندړو ولسوالۍ په ابراهيم خيلو ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر په سړک په ښخ کړاى شوي ماين وخوت .
په دې پيښه کې د دغه موټر دوه تنه سپرلۍ ووژل شوې او پنځه تنه نورې ټپيانې شوې چې د يو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
ديسيوال وويل: طالبان له امنيتي ځواکونوسره د مخامخې جګړې توان نه لري او غواړي چې د استوګنې په سيموکې د ماينونو په ښخولو سره ملکي خلک ووژني او حالت نا امنه وښيي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته