د يوشمېر هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان د سولې بهير ملاتړ وکړ

کابل / د غبرګولي ۳۰مه / باختر
د هېواد د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د آنتاليا ديپلوماسۍ غونډې ترڅنګ پرون د يوشمېر هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د هېواد د بهرنيو چارو وزير د آنتاليا ديپلوماسۍ غونډې په څنډه کې د ماليزيا د بهرنيو چارو له وزير هشام الدين حسين، د پولند جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير زيبيګنيت راو، د آذربايجان جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير جيحون بايراموف او د تاجکستان جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير سراج الدين مهرالدين سره په جلاجلا ډول وکتل.
په دغو کتنو کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير د سولې په بهير کې د وروستيو بدلونونو په اړوند خبرې وکړې او د سولې بهير د برياليتوب د ملاتړ لپاره د دغو هېوادونو د نقش پر ارزښت ټينګار وکړ.
دغه راز په دغو کتنو کې د دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي همکاريو د پياوړتيا او پراختيا په اړوند هم خبرې وشوې او د یادو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو بيا پيل ارزښتناک وباله او د هېواد د بهرنيوچارو وزير ته يې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې له بهير سره د خپلو هېوادونو د ملاتړ ډاډ ورکړ.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته