کابلباختر د سنبلي ٣١
د شنګ ، مورهيد، ګمبيري، لايتننګ اودنيوکابل کمپاونډ د بيزونو امنيتي مسووليتونه نن د عامه محافظت او امنيتي تصدى معينيت ته وسپارل شو.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دعامه محافظت او امنيتي تصدى د معينيت دعملياتي لوى رييس اوسرپرست پاسوال سيدکمال سادات دڅرګندونو له مخې: دهغه امنيتي تړون له مخې چې د آيساف دعمومي قوماندانۍ او د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت ترمنځ شوى دى؛ ددغوځواکونو د اډو د امنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير پيل شواو په برياليتوب سره دوام لري.
ده زياته کړه چې دعامه محافظت او امنيتي تصدى معينيت په هيوادکې د ملي پروژو، د پانګې اچونې د شرکتونو او اکمالاتي کتارونو د امنيت د تامينولو ترڅنګ په افغانستان کې د آيساف ،ناټو اودامريکا ددفاع وزارت دبيزونو دامنيت د تامينولو مسووليت هم په غاړه اخيستى دى.
0 1 دقیقه لوستل