د يمن په جګړوکې٢٥٠ تنه ووژل شول
صنعا- اسوشيتدپرس – باختر دلړم دمياشتې ٦
د يمن په رداع ښارګوټي کې د انصارالله غورځنګ دپلويانو او د قيفه قبيلې دپوځي مليشو ترمنځ د تيرو دريو ورځو نښتو له امله٢٥٠ تنه ووژل شول.
د اسوشيتدپرس د خبري آژانس د خبرله مخې: د تيرو څو ورځو جګړې د يمن په مرکز پورې اړوند رداع ښارګوټي کې د قيفه قبيلې د پوځي مليشو او د انصارالله د غورځنګ د پلويانو ترمنځ منځنې جګړې شوې دي .
د انصار الله پلويان تېره اوونۍ له هغه وروسته چې د ١٩٣ پوځي قعطې ځواکونه له خپل سنګرونو څخه ووتل؛ د صنعا د رداع ښارګوټي ته ننوتلى.
انصارالله د يمن ډير ځواکمن سياسي غورځنګ دى چې د روان کال د وږي له مياشتې څخه تراوسه پورې په صنعا واکمن دى. څه موده مخکې د خپلو سياسي، اقتصادي او مدني غوښتنو د تحقق لپاره يې د يمن له مرکزي حکومت سره يو موافقه ليک لاسليک کړ.