نړۍ

د يمن دجنوب په ساحل کې د دوه څلويښتو تنو افريقايي مهاجرينو ډوبيدل.

صنعا  فرانسپرس – باختر دکب دمياشتې ١٩
ديمن دجنوب په ساحل کې تيره شپه د يوې بيړۍ  دچپه کيدو له امله دوه څلويښت تنه افريقايي مهاجرين ډوب شول .
باختر آژانس د فرانسې دخبرې آژانس له خولې خبر راکړ يوه   بيړى چې په لسګونو تنه  افريقايي مهاجرين يې قاچاق کول  ديمن په جنوبي ولايت شبوه  دبيرعلي ساحل ته څيرمه  چپه  شوه.
دعربو په سمندرګي کې ديمن د سمندري ځواکونو يوې ګزمې څه ناڅه  ديرش تنه ژغورلې دي او دپناه غوښتونکو يو کمپ ته يې ليږدولي  دي .
افريقايي او په تيره بيا ايتوپيايي او سوماليايي مهاجرين چې  له خپلو هيوادونو څخه د بيوزلۍ او نا امنۍ له امله دتيښتې په حال کې زياتره  په بيړيو کې  په پټه ديمن جنوب ته ځي او وروسته شمال او دعربستان پولو ته ځي.
د مهاجرت دنړيوالې ادارې د شميرنو له مخې :   څه ناڅه   څلور اتيا   زره تنه په ٢٠١٢ کال کې دافريقا دښکر   له هيوادونو څخه په سعودي عربستان کې دکارموندلو په هيله يمن او دخليج د حوزې نورو  هيوادونو  ته تللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته