د ویډیو کنفرانس له لارې والیانو او د ولایتونو امنیه قوماندانانو سره د جمهورريیس خبرې
کابل / د چنګاښ ٢مه / باختر
جمهورريیس محمد اشرف غني نن ماسپښین والیانو، امنیه قوماندانانو او د ټولو ولایتونو د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس د ګډې کاري فضا او همداراز د ولایتونو په کچه د ملکي او نظامي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ مننه وکړه او د یادو بنسټونو ترمنځ یې پر لا زیاتې همغږۍ او ګډو هڅو ټینګار وکړ.
والیانو او یادو امنیتي او دفاعي منسوبینو پخپلو ولایتونو کې د امنیت د تامین او د هیواد په مختلفو برخو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د راپورته شویو ولسي پاڅونونو په اړه جمهورريیس ته معلومات او ډاډ ورکړ.#