نړۍ, د وږي ۲۵ مه, بهرنۍ رسنۍ
د وینزویلا د کورنیو چارو وزیر دیوسدادو کبیلو په ځایي وخت پرون شنبې د هغو شپږو تنو د نیولو خبر ورکړی، چې غوښتل یې د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو ووژني.
کبیلو ویلي، چې نیول شوي کسان درې امریکایان، دوه هسپانیاویان او یو د چک جمهوریت وګړي دي او د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای اې له لوري رهبري کېدل.
امریکا د شنبې په ورځ په وینزویلا کې د خپل یو پوځي د نیولو خبر تایید خو د مادورو د وژلو پلان کې یې خپل لاس لرل رد کړي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د خپلو دوه نورو اتباعو د نیولو له موضوع هم خبر دي.
د یادونې وړ ده، چې وینزویلا د مادرو تر بیا واک ته رسېدو وروسته د لاریونونو او خپلمنځي سیاسي اختلافاتو شاهد هېواد دی او لاریوونکونکي، چې د دغه هېواد اپوزیسیون له لوري رهبري کېږي، د مادورو د واک د پرېښودو غوښتنه کوي.
23 1 دقیقه لوستل