د وګړني پوليسو د فعاليتونو د همغږۍ په مقصد لارښود جوړيږي
کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه :
په هرات ولايت کې دوګړنيو پوليسو دفعاليتونو لپاره دهمغږي لارښود او مديريتي مهارتونه په يوه غونډه کې وڅيړل شول.
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال امين الله امين د دغه پروګرام دپرانستلو په مراسمو کې دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دوګړنيو پوليسو دمديريت دهلوځلو له امله قدرداني وکړه ا و دغې برخې ته يې دکورنيو چارو وزارت دمسوولينو دزياتې پاملرنې غوښتنه وکړه .
امين زياته کړه چې ددغه مديريت په هلوځلو سره دخلکو اوپوليسو ترمنځ اړيکې ښې شوي دي .
دکورنيو چارو وزارت د وګړنيو پوليسو لوى جنرال همايون عيني په دې غونډه کې د خلکو دهمکارۍ دجلبولو او دجرمونو دکمښت په لاره کې د وګړنيو پوليسو رول اغيزمن وباله .
عيني له برخه والو څخه وغوښتل چې د دندو داجرا کولو په لاره کې د دغه پروګرام له مطالبو څخه زياته استفاده وکړي.
ټاکل شوې ده د دغې غونډې نتيجې د وګړنيو پوليسو دمديريتونو د لارې پرسر دموجودو ستونزو دلرې کولو په خاطر واکمنو مقاماتو ته واستول شي.
په دې غونډه کې د هېواد د بيلابيلو ولايتونو د وګړنيو پوليسو مديرانو ګډون کړى وو. پاى ج ذ