د وژلو نوې بڼه؛ امریکایي الوتکو د غزې خلک وژلي دي
نړۍ، د کب ۱۹ مه، بهرنۍ رسنۍ
سي اېن اېن په غزه کې د یو حاضر خبریال له قوله راپور ورکړی، چې امریکایي الوتکو پرون جمعه له هوا څخه د مرستو کارتنونه له تخنیکي چمتوالي پرته د خلکو پر سر اچولي او مرستو ته سترګې په لاره خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
خبریال ویلي، دغه حالت یې په خپلو سترګو لیدلی خو امریکایي چارواکو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د مرستې رسولو دغه هوایي عملیات یې په بریالیتوب ترسره کړي دي.
غزې ته د بشري مرستو رسولو هوایي عملیات لومړی اردن او بیا ورپسې ځینې نورو هېوادونو ترسره کړي، چې په لړ کې یې تر ټولو اړین مواد خلکو ته رسول کېږي.
خو غزه کې د بشري مرستو رسولو ځینې سازمانونه وایي، سیمه کې حالت تر هغې ډېر خراب دی، چې فکر یې کېږي او باید د روژې په رارسېدو سره د لا ډېرو مرستو ترسره کولو او غزې ته یې د رسولو زمینه برابره شي.