واشنګتن- نيوزنو – باختر دکب دمياشتې ٧
واشنګټن د وينزويلا دريو تنو ديپلوماټانو ته ٤٨ ساعته وخت ورکړى دى چې دامريکا له خاورې څخه ووځي.
باختر آژانس دواشنګتن دنړيوالو خبري منابعو له خولې خبرې راکړ :
له هغه وروسته په دې اقدام لاس پورې کوي چې کاراکاس تيره اوونۍ دامريکا د قونسلګرې درې تنه کارکوونکي له دغه ښار څخه وايستل .
وينزويلا تورلګولى دى چې دغو دريو تنو ديپلوماټانو دکاراکاس په ښارکې دولتي ضد مظاهرو ته لمن وهله خو واشنګتن دغه توربي بنسټه بولي او ردوي ..
د وينزويلا حکومت په دې وروستيو کې له پراخو نا آراميو سره مخامخ دى چې څه د پاسه لس تنه پکې وژل شوي او په سل ګونو تنه نور نيول شوي دي .
دوينزويلا حکومت بهرنيان ددغو نا آراميو مسوول بولي.
0 1 دقیقه لوستل