ورزش

د ووشو ورزشکارانو په نړيوالو سياليوکې دسپينو زرو او ژيړو مډالونه ترلاسه کړل

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٤
د ووشوورزشکارانو په ترکيه کې دځوانانو په نړيوالو سياليوکې د سپينو زرو له يو مډال او د ژيړو له يوه مډال سره هيواد ته راستانه شول.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: دغه سيالۍ د روان ميلادي کال د مارچ د مياشتې له يوولسمې نيټې څخه تر نولسمې نيټې پورې په ترکيه کې ترسره شوې وې چې په نتيجه کې يې د هيواد ورزشکارانو هر يوه نصرت الله د پنځه شپيتو کيلوګرامو په وزن کې د سپينو زرو مډال او نعيم منګل د پنځه اويا کيلوګرامو په وزن کې د ژيړو مډالونه ترلاسه کړل.
د ووشو د فدراسيون رييس سيد رحمان يورش دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې له افغانستان څخه پنځو تنو ورزشکارانو ګډون درلود.
ديورش دڅرګندونو له مخې: تېرکال د هيواد د ووشو ورزشکارانو د لويانو په برخه کې يو نړيوال مډال او د ځوانانو په برخه کې درې آسيايي مډالونه ترلاسه کړي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته