کابل باختردوږي دمياشتې٦ نيټه :
يو سوداګر او د ولسي جرګې نوماند پرون په دايکنډې ولايت کې له يوه ناوړه قصد څخه روغ رمټ پاتې شو.
د دايکنډي د والي وياند علي اکبر ناطقي باختر آژانس ته وويل: د ناوه ميش ولسوالۍ يوسيمه ييز سوداګر او د هلمند لپاره د ولسي جرګې نوماند محمد ظاهر صادقي د سپرلۍ موټر د دايکنډي ولايت د ناوه ميش ولسوالۍ په مربوطاتوکې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې په دې پیښه کې ده او ملګروته يې زيان نه دى اوښتى.
پاى ع ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ