سیاست

د ولسي جرګې له رييس او د اتلسګونو کميسيونونوله رييسانو سره د هېواد د اجرائيه رييس کتنه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٨ :
د هېواد اجرائيه رييس د ملي وحدت دحکومت د کابينې په معرفي کولوکې د ځنډ په باب د معلوماتو د وړاندې کولو په مقصد د ولسي جرګې له رييس او د دغه مجلس د اتلسګونو کميسیونونوله رييسانو سره په سپيدار ماڼۍ کې د خپل کار په ځاى کې وکتل.
دافغانستان د اسلامي جمهوريت د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد اجرائيه رييس دملي وحدت دحکومت د کابينې د معرفي کولو د کار د ګړندي کولو په برخه کې داستازو دمجلس دتصميم دهرکلي او قدردانۍ په ترڅ کې د خپل کار په دفتر کې د ولسي جرګې د رييس او د دغه مجلس د اتلسګونوکميسيونونو د رييسانو شتون د سياسي شرايطو او د خلکو د برخليک په وړاندې د دوى د مسووليت منننې نښه نښانه وبلله .
دغه راز د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي  د نننۍ کتنې لپاره د وخت دټاکنې له امله د قدردانۍ په ترڅ کې وويل: موږ نن د استازو د مجلس په نمايندګۍ ستاسو په خدمت کې يو چې د ملي وحدت حکومت د کابينې د معرفي کولو په کار د ځنډ مشخص دلايل له تاسو او وروسته دهېواد له جمهور رييس څخه واورو. ځکه دغه حالت ملت انديښمن کړى دى او د دغه  حالت  دوام  او د ځنډ دوام ملت لاپسې انديښمن کوي.
د هېواد اجرائيه رييس ډاکترعبدالله عبدالله په دې کتنه کې د ځنډ د دلايلو مفصل جزئيات   د ولسي جرګې د رييس او د اتلسګونو کميسيونونو د رييسانو د خبرتيا لپاره په مفصل ډول بيان کړل او زياته يې کړه: د هغې ژمنې له مخې چې موږ ( اجرائيه رييس او  جمهوررييس) د لوړې د مراسمو د پرځاى کولو په ورځ کې له خلکو سره کړې وه؛  دملي وحدت د حکومت دکابينې د جوړولو په باب کار مو د سياسي موافقه ليک له مخې پيل کړ.
د خبرو لومړى پړاو د وزيرصاحبانو د شتون او نه شتون په باب و چې په تيرو ديارلسو کلونو کې يې په  کابينه کې شتون درلود.
په پاى کې پريکړه وشوه چې دتيرو ديارلسو کلونو له وزيرصاحبانو څخه دې څوک په کابينه کې شتون ونلري. دخبرو دويم پړاو په پارلمان کې دخلکو دمحترمو استازو دشتون او نه شتون په باب ترسره شو.
په پاى کې په پارلمان کې د خلکو له استازو څخه د نوماندو وزيرانو د نه شتون په باب د جمهوررييس له ټينګار وروسته ، موږ د کابينې د معرفي کولو دکار د ګړندي کولو په  خاطر د جمهوررييس دغه غوښتنه او ټينګار هم ومنل.  که څه هم ددغه مخکني شرط طرحه کول هيڅ راز قانوني بنسټ نلري .
په دې کتنه کې دغه راز ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسي جرګې رييس او د مجلس  د اتلسګونو کميسيونونو رييسانو ته په خطاب کې زياته کړه:
((په دې ټوله موده کې په خپل وخت د کابينې د معرفي کولو په برخه کې د اجراييه رييس په توګه زما ټينګار د خلکو د استازو په توګه ستاسو له ټينګار او د خلکو له هيلو څخه کم نه و.))
د تيرې شپې په خبروکې کله چې موږ د نوماندو وزيرانو د نومونو په باب خبرې وکړې؛  له دوو نومونو پرته يعنې د ملي دفاع او د ماليې له نوماند وزيرانو پرته هيڅ نوم د هېواد  جمهوررييس ته وروستى نه و. په داسې حال کې چې موږ له تيرو اوونيو را په دې خوا هغه ټول نوماندان چې زموږ له خوا معرفي کيږي وروستي کړي دي او له نوماندانو څخه شپږ څوکۍ مو د هېواد له جمهور رييس سره طرحه کړي دي.
د هېواد اجرائيه رييس دهغه څه دجزئياتو په باب دزياتو معلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې چې د ده او د هېواد دجمهور رييس محمداشرف غني ترمنځ د خبرو په بهيرکې تير شوي دي، دولسي جرګې رييس او دمجلس د اتلسګونو کميسيونونورييسانو ته وويل :
(( زه يو ځل بيا ټينګار کوم چې په هرممکن صورت سره د هغې ژمنې ترسره کول  چې جمهور رييس او ما د لندن کنفرانس ته له ورتګ څخه مخکې کړې ده، د کابيني د معرفي کولو کار بشپړوم. ټاکل شوې ده په هغې کتنه کې چې سبا شپه يې د هېواد له  جمهوررييس سره يې لرو؛ د نوماندو وزيرانو د نومونو د بشپړولو په باب کار پاى ته ورسوو او هيله لرم چې ترسبا شپې پورې هغه لست چې د هېواد د جمهور رييس له خوا معرفي کيږي؛ بشپړشي.))
د دغې کتنې په پاى کې د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي د هېواد له اجرائيه رييس څخه د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې وويل : (( په هغو هر اړخيزو خبرو او مفصلومعلوماتو سره سره چې تاسو په دې موده کې د کار د جزئياتو په باب وړاندې کړل؛ موږ خپلې پوښتنې واخيستې. موږ په دې ترڅ کې چې ډير ژر د هېواد له  جمهوررييس سره هم ګورو؛ هيله  کوو چې  تاسې د خپلې سبا شپې په کتنه کې دنوماندو وزيرانو د لست د بشپړولو په باب کار پاى ته ورسوئ.))

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته